۰

د ولسي جرګې لومړۍ رسمي ناسته، امنیتي چارواکي استجوابوي

شنبی ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۷
ولسي جرګې په لومړنۍ رسمي ناسته کې پرېکړه وکړه، چې هېواد کې د روان امنیتي وضعیت په تړاو د امنیتي ارګانونو چارواکي ور وغواړي.
د ولسي جرګې لومړۍ رسمي ناسته، امنیتي چارواکي استجوابوي
ولسي جرګې په لومړنۍ رسمي ناسته کې پرېکړه وکړه، چې هېواد کې د روان امنیتي وضعیت په تړاو د امنیتي ارګانونو چارواکي ور وغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن شنبې چنګاښ ۲۹ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې په هېواد کې امنیتي پېښې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي، او چارواکي باید په دې اړه ځواب و وایي.

د دوی په وینا وروستیو جګړو کې نه یوازې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې، بلکې تر څنګ یې ملکیانو ته هم زیات تلفات اوښتي، چې د ژورې اندېښنې وړ دي.

وکیلانو په ټول کې د ناامنیو د زیاتېدو لامل کمزروی مدیریت وباله او تر ډېره یې د تلفاتو د زیاتېدو پړه د امنیتي لوړ پوړو چارواکو بې غوري وبلله.

دغه راز دوی په امنیتي بنسټونو کې ګمارنې سلیقوي وبللې ویې ویل، چې په ځينو ځایو کې داسې کسان په مهم دندو ګمارل شوي، چې د امنیت د کنټرول توان نه لري.

د وکیلانو په وینا لوړ پوړو چارواکو هغه کسان چې پوه او تجربه لري په کور کېنوني او پر ځای یې داسې کسان چې هېڅ د جګړې تجربه نه لري او ان یوه ورځ یې هم جګړه نه ده کړې، په مهمو دندو ګماري.

د استازو تر نیوکو او څرګندونو وروسته د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله ویې ویل، چې د وکیلانو د پوښتونو ځوابولو لپاره به د امنیتي ارګانونو چارواکي د راتلونکې دوشنبې ورځې غونډې ته راوبولي.

دغه راز ښاغلي رحماني د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون ته دنده وسپارله، چې د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې له ۳۰ د زیاتو کمانډو سرتېرو د وژل کېدو قضیه په ځانګړې ډول وڅېړي.

باید و ویل شي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې تر ۴۰ زیات کمانډو سرتېري له عملیاتو وړاندې د طالبانو په کمین کې ولوېدل، چې له ډېرې تر ۳۰ زیات و وژل شول او جسدونه یې د تېرې چهارشنبې په ورځ سیمه ییزه چارواکو ته وسپارل شول.

د ولسي جرګې رییس دفاعي کمېسیون ته د همدې موضوع دقیق څېړلو لارښوونه وکړه، چې له چارواکو وپوښتي، چې څنګه له کوم پلان پرته دومره سرتېري په یوه داسې ځای کې ښکته کول کېږي، چې د طالبانو په کمین کې ولوېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي