مشهور وسله وال غل مجتبی پولیسو نیولی دی

30 سرطان 1398 ساعت 9:29

د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار کې یو تن مشهور او متکرر وسله وال غل چې په قتلونو کې یې هم لاس درلود د پولیسو له خوا نیول شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار کې یو تن مشهور او متکرر وسله وال غل چې په قتلونو کې یې هم لاس درلود د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غل مجتبی نومېږي او په مجتبی خواجه بغرا مشهور دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي د کابل ښار په بېلا بېلو حوزو کې په وسله والو غلو او چاپولګریو کې لاس درلود او یو متکرر جنایت کار دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، مجتبی پرون شنبې د چنګاښ ۲۹ مه د جنايي جرمنو سره د مبارزې پولیسو په ځانګړو اوپراتیفي عملیاتو کې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې ونیوه.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 118516

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com