۰
دفاع وزارت:

د طالبانو منځ کې خپلو ځانمرګو چاودنه کړې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
ملي دفاع وزارت وایي، غزني ولایت کې د طالبانو په منځ کې د دوی درې ځانمرګي چاودلي، چې له امله یې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو منځ کې خپلو ځانمرګو چاودنه کړې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې
ملي دفاع وزارت وایي، غزني ولایت کې د طالبانو په منځ کې د دوی درې ځانمرګي چاودلي، چې له امله یې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون شنبې د غزني ناوې ولسوالۍ خواجه خېلو کلي کې شوې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ۴۵ تنه طالبان په خواجه خېلو کې سره راټول شوي و او غوښتل یې دغه درې ځانمرګي د یوه ډلییز برید لپاره رخصت کړي، چې په همدې وخت کې درې واړو پورې تړلو چاوېدونکو توکو چاودنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنو کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې چاوېدونکو توکو خپله چاودنه کړې، او که څنګه خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي