۰

تخار کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۶
کورنیو چارو وزارت وايي، تخار ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف له رسېدو وړاندې ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې او وژل شوی دی.
تخار کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې
کورنیو چارو وزارت وايي، تخار ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف له رسېدو وړاندې ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې او وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون شنبې د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانمرګي غوښتل په بازار کې برید وکړي، خو د پولیسو تر پېژندلو وروسته اړ شوی چې ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړي.

کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي، چې په چاودنه کې بل چا ته مرګ ژوبله اوښتې که نه، خو وایي، له دې بریدګر سره د همکارۍ په تور یو بل تن د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

بل خوا وزارت په خوست ولایت کې هم د څلور کړۍ ماینونو او یو شمېر نورو مهماتو چې وسله والو طالبانو د یوه برید لپاره چمتو کړي و، کشف او له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د غزني په ناوې ولسوالۍ کې هم د طالبانو په منځ کې درې ځانمرګي شوي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

دفاع وزارت وایي، په دغه بریدنو کې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي