عمران خان واشنکټن ته رسېدلی خو خورا سوړ هرکلی یې شوی دی

30 سرطان 1398 ساعت 12:23

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په درې ورځني سفر واشنګټن ته رسېدلی، خو هرکلي ته یې هېڅ امریکايي چارواکی نه دی ورغلی.


د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په درې ورځني سفر واشنګټن ته رسېدلی، خو هرکلي ته یې هېڅ امریکايي چارواکی نه دی ورغلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان او ورسره پلاوی نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه واشنګټن ته رسېدلی دی، خو هرکلی یې خورا سوړ و.

نوموړی د ډالاس هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم د هېڅ یوه امریکايي چارواکي له خوا بدرګه نه شو، خو یوازې هرکلي ته یوازې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد محمد خان، له وړاندې واشنګټن ته تللی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د سفارت نور ټیټ پوړي چارواکي ورغلي دي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند له خوا په یوه خپره شوې ویډیو کې هم لیدل کېږي، چې د هغه هرکلي ته هېڅ امریکایي چارواکی نه دی ورغلی.

د یادونې ده، چې له عمران خان سره په دغه سفر کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د ای اېس ای رییس فیض حمید، او د سوداګرۍ وزیر ملتیا کوي.

ټاکل شوې نوموړی به سبا دوشنبې د روانې جولای میاشتې په ۲۲ مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

راپورونه وایي، د ټرمپ او خان خبرې به د اړیکو پر ښه کولو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او تر ډېره د افغانستان پر سوله راوڅرخي.

د سپینې ماڼۍ ځینو سرچینو امریکایي رسنیو ته ویلي، ټرمپ به له عمران خان څخه وغواړي، چې طالبان هر اړخیزه او دوامداره اوربند ته چمتو کړي.

دغه راز به د ټرمپ بله غوښتنه له پاکستانه دا وي، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ او بین الاافغاني خبرو ته وهڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 118534

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118534/

جمهور
  https://www.jomhornews.com