د ماشومې مهسا قاتلین په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول

30 سرطان 1398 ساعت 12:50

پلازمېنه کابل کې د وژل شوې ماشومې مهسا تښتوونکي او قاتلین د استیناف د سترې محکمې له خوا په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول.


پلازمېنه کابل کې د وژل شوې ماشومې مهسا تښتوونکي او قاتلین د استیناف د سترې محکمې له خوا په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شپږ کلنه مهسا د تېر کال د کب په ‍۱۹ مه نېټه په کابل کې تښتول شوې وه، چې له څو ورځو وروسته یې جسد د مردارو اوبو په یوه ویاله کې وموندل شو.

د مهسا تر وژل کېدو او جسد موندلو وروسته پولیس وتوانېدل، چې د هغه د تښتونکې او قتل په تور دوه کسان ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري.

دغه دوه کسان یو سجاد اغا او روح الله نومېږي، چې تر نیولو وروسته یې په خپل جرم اعتراف وکړ او د ابتدایه محکمې له خوا په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول.

خو نن د دغه دواړو کسانو استیناف محکمه هم تر سره شوه، چې په کې دواړه کسان په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم او یادې محکمې د ابتدایه محکمې پرېکړه تایید کړه.

ولې د مهسا پلار د ابتدایه محکمې پر مهال هم د خپلې لور د تښتوونکو او قاتلینو د په دار ځړولو غوښتنه کوله او نن یې هم په محکمه کې ویل، چې د خپلې لور قاتلینو ته د اشد مجازات غوښتونکی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118536

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118536/

جمهور
  https://www.jomhornews.com