د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي وایي، دوی په افغانستان کې له داسې سولې ملاتړ کوي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې امنې محمد په کابل کې يوې خبري ناستې ته کړې دي.
نوموړې چې پرون یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل ته راغلې د افغان حکومت له مشرانو سره هم کتلي او ورسره یې پر افغان سوله او د افغانستان په امنیت خبرې کړې دي.
هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړې، دوی د سولې د هغه پروسې ملاتړ کوي، چې تولو افغانانو ته د منلو وړ او په کې د ښځو حقونه خوندي وي.
آغلې امنه محمد ټینګار کړي، چې د سولې په روانو بحثونو کې باید هغه کسان ګډون وکړي، چې د افغانانو له حقونو په رښتینې توګه دفاع وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي سرمنشي مرستیالې امنې محمد په افغانستان کې د سولې، بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب باندې ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل