بلخ کې د مخابراتي شبکو دفترونه وتړل شول

31 سرطان 1398 ساعت 12:28

د بلخ ځايي ادارې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو دفترونه ځکه تړلي، چې د طالبانو په خوښه یې مخابراتي فعالیتونه درولي وو.


د بلخ ځايي ادارې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو دفترونه ځکه تړلي، چې د طالبانو په خوښه یې مخابراتي فعالیتونه درولي وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو څو ورځو راهیسې په بلخ ولایت کې د شپې له خوا مخابراتي شبکو کار نه کاوه او دې کار خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و.

د مخابراتي شبکو د فعالیت له بندېدو سره سم ځايي ادارې مخابراتي کمپنیو ته خبرداری ورکړ، چې خپل فعالیتونه ونه دروي، بلکې د پخوا په شان ادامه ورکړي.

د بلخ چارواکو دا ګواښ هم کړی و، که کومې مخابراتي شبکې د شپې له خوا بیا هم فعالیتونه ودرول نو دفترونه به یې وتړي او د طالبانو سره د همکارۍ په جرم به یې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

خو د ځايي ادارې د نن دوشنبې چنګاښ ۳۱ مې له خپرې کړې خبرپاڼې ښکاري، چې مخابراتي شبکو د دوی خبرداري ته پام نه دی کړی او پرون شپه یې بیا فعالیتونه درولي و.

همدا لامل شوی، چې ځايي ادارې د مخابراتي شبکو فعالیتونه بند کړي او دفترونه یې تړلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه چې رښتیا یې مخابراتي شبکو ته د فعالیت درولو ګواښ کړی و، که نه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 


د مطلب کود: 118578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com