۰

بهرنیو ځواکونو لوګر کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
ځیني ولسي استازي وایي، بهرنیو ځواکونو لوګر ولایت کې هوايي برید کړی، چې له امله ۱۵ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بهرنیو ځواکونو لوګر کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ځیني ولسي استازي وایي، بهرنیو ځواکونو لوګر ولایت کې هوايي برید کړی، چې له امله ۱۵ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لوګر کې د کوچیانو د شورا مشر محمد سلیم نعیم زوی ویلي، بهرنیو ځواکونو تېره شپه د کوچیانو په یوه کېږدۍ هوايي برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې برید د برکي برک ولسوالۍ دشت خاکي سیمه کې د کوچیانو پر کېږدۍ شوي، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي ویلي، چې د پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس محمد ناصر غیرت هم د برید پخلي کړي ویلي یې دي، دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې په دغه برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمېره یې نه ده ورته معلومه.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدي هم د عملیاتو پخلی کړی او وايي، سیمې ته به ډېر ژر یو پلټونکی پلاوی ولېږل شي او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه بهرنیو ځواکونو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي