حسن حقاني:

پر طالبانو له اوربند او ټاکنو منلو پرته سند لاسلیکول پاکستان ته د امتیاز ورکول دي

1 اسد 1398 ساعت 11:07

په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسن حقاني ویلي، طالبان پر ټاکنو باور نه لري او د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته غواړي په زور واک ته ورسېږي.


په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسن حقاني ویلي، طالبان پر ټاکنو باور نه لري او د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته غواړي په زور واک ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حقاني ټینګار کړی، که چېرې طالبان تاتریخوالي ته شدت ورکوي، نو امریکا ته بویه چې خبرې ورسره وځنډوي.

دی وایي، په دوحه کې له بین الافغاني ناستې د طالبانو هدف دا و چې د عامه اړیکو لپاره یو باب پرانیزي او وښیي چې دا ډله له افغان لوري سره خبرې کوي.

خو په خبره یې که طالبان رښتیا په ټاکنو باور لري نو لومړی باید اوربند اعلان کړي، هغه څه چې د ټول افغان ولس غوښتنه هم ده، خو طالبانو په وار وار دا خبره رد کړې ده.

دغه پخوانی پاکستاني دیپلومات زیاتوي، که چېرې امریکا پرته له نورو موضوعاتو چې اوربند او پر طالبانو د ټاکنو منل دي، له هغوی سره کوم تړون کوي، نو دا په دې مانا ده، چې دا هېواد غواړي پاکستان ته ډېر امتیازات ورکړي.

حقاني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالبانو سره د خبرو په پار په تم سفر راوتلی دی.

هغه به کابل ته راشي له چارواکو، سیاسیونو، مدنې ټولنې له استازو سره به پر سوله خبرې وکړي او وروسته به قطر ته ځي او له طالبانو سره به خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
 


د مطلب کود: 118603

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118603/

جمهور
  https://www.jomhornews.com