هندي رسنیو د امریکا د ولسمشر او عمران خان لیدنې ته په اشارې وايي، پاکستان هڅه کوي، هند د افغانستان د سولې په مسئله کې ګوښه وساتي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو په خپلو تحلیلیونو کې د ټرمپ او عمران خان لیدنه د هند او سیمې لپاره د خطر یو زنګ بللی دی.
دوی لیکي پاکستان په سیمه کې د جګړو او ترهګرۍ د پالنې مهم مرکز دی، خو اوس غواړي د افغان سولې په مسئله کې هم مرکزي رول خپل کړي.
په مطلب کې پر امریکا هم نیوکه شوې وايي، امریکا پر ځای د دې چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله تر فشارونو لاندې راوستی وای او پر دغه هېواد یې بندیزونه وضع کړي وای، پر عکس د سولې په برخه کې همکاري ترې غواړي او دغه هېواد خپل مهم ملګری بولي.
د یادونې ده، چې ټرمپ پرون له عمران خان سره ولیدل او دواړو لورو د نورو مسایلو تر څنګ تر ډېره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي، که وغواړي په اونۍ کې افغان جګړه ګټلی شي او افغانستان د نړۍ له نقشې ایستلی شي، خو په وینا یې نه غواړي، ۱۰ میلیونه انسانان و وژل شي.
د ټرمپ دغه څرګندونې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې او ویلي یې دي، چې د ټرمپ دغه څرګندونې غیر ديپلوماتیکي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل