۰

اذربایجان افغانستان ته تازه دمه سرتېري لېږلي دي

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
د اذربایجان دفاع وزارت تایید کړه، چې خپل یو شمېر تازه دمه سرتېري یې افغانستان ته لېږدلي دي.
اذربایجان افغانستان ته تازه دمه سرتېري لېږلي دي
د اذربایجان دفاع وزارت تایید کړه، چې خپل یو شمېر تازه دمه سرتېري یې افغانستان ته لېږدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد دفاع وزارت پرون د زمري اوله یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سرتېري د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته لېږل شوي او هلته به په همدې چوکاټ کې کار کوي.

خو په خبرپاڼه کې یې د لېږل شویو سرتېرو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې.

باید و ویل شي، چې اذربایجاني سرتېري له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموریت تر سره کوي.

د دغه هېواد دفاع وزارت وايي، دا مهال د دوی ۱۲۰ سرتېري چې دوه په کې ډاکتران دي، په افغانستان کې دنده لري.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي