۰

‫فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه فرمان پر بنسټ فراهان یوسفزی د افغانستان د کرکټ بورډ د غړي او عمومي رییس په توګه ټاکل شوی دی.
‫فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو
د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه فرمان پر بنسټ فراهان یوسفزی د افغانستان د کرکټ بورډ د غړي او عمومي رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ دغه معلومات نن خپاره کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

له دې سره د کرکټ بورډ پخواني رییس غزیزالله فضلي له دندې لرې شوی دی، خو د ارګ په معلوماتو کې په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې د نړیوال ۵۰ اوریزه جام راهیسې په کرکټ بورډ او ملي لوبډله کې ځینې ستونزې پیدا شوې وې.

دغه ستونزې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د عزیزالله فضلي په راتګ سره د نړیوال جام نه یوه میاشت مخکې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان له دندې لرې او پر ځای یې ګلبدین نایب لوبډلمشر وټاکل شو.

تر دې وروسته چې کله افغان لوبډله انګلستان ته د لوبو لپاره ولاړه نو د نړیوال جام پرلپسې ۹ لوبې یې وبایلې او تش لاس کور ته راستنه شوه.

هغه مهال داسې ګنګوسې وې، چې ګنې ټیم دوه ټوټې شوې، یو شمېر مجرب لوبغاړي د اصغر پلوي دي او نه غواړی، چې سمه لوبه وکړي.

خو کرکټ لوبغاړو، ګلبدین نایب او اصغر افغان دغه ډول آوازې په کلکه رد کړې او ویې ویل، چې لوبډله کې هېڅ ډول بې اتفاقي نشته.

د نړیوال جام څخه د لوبډلې تر راتګ وروسته د عزیزالله فضلي په مشرۍ کرکټ بورډ یو ځل بیا ځینې تغیرات راوستل او د ګلبدین نایب پر ځای یې راشد خان د کرکټ درې واړه فارمټونو لوبډل مشر او اضغر یې د هغه مرستیال وټاکه.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي