خلیلزاد:

له افغان چارواکو سره د یوه جامع او اغېزمن مذاکراتي ټیم په جوړولو کار کوو

3 اسد 1398 ساعت 8:34

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې راتلونکې خبرې د یوه اغېزمن او ګټور مذاکراتي ټیم په جوړولو کېږي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې راتلونکې خبرې د یوه اغېزمن او ګټور مذاکراتي ټیم په جوړولو کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني سره تر لیدنو وروسته کړې دي.

خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته په رارسېدو د سولې د خبرو اتم پړاو سفر پیل کړ او پرون یې له ولسمشر او نورو افغان چارواکو سره ولیدل.

تر دغه لیدنو وروسته نوموړي ویلي، د افغان چارواکو سره به یې خبرې پر راتلونکې ګامونو او د یو جامع او اغیزمن مذاکراتي ټيم د جوړولو لپاره په هڅو متمركزې وې.

هغه په خپل ټوېټر لیکلي« نن مو په کابل کې د سولې د پروسې په اړه مفيد مجلسونه درلودل. ما د ولسمشر غني، اجرائيه رئيس عبدالله ، د بهرنيو چارو وزير رباني او نورو سره وکتل.زموږ خبرې پر آينده ګامونو او د یو جامع او مؤثر مذاکراتي ټيم جوړولو لپاره پر روانو هڅو متمركزې وې۔»

ارګ هم تایید کړې، چې ولسمشر غني له خلیلزاد سره لیدنه کې پر افغان سوله او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، لازم وګڼل شوه، چې ښاغلی خلیلزاد د یو څه مودې لپاره کابل کې پاتې شي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د خلیلزاد له ټوېټ داسې ښکاري، چې په کابل کې د ده پاتې کېدا هم په همدې خاطر ده، چې له افغان چارواکو د سولې لپاره یو قومي او موثر مذاکراتي ټیم جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com