۰

عمران خان له واشنګټن نه قطر ته تللی دی

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۸
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له واشنګټن څخه قطر ته رسېدلی او دوحه کې د قطر له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدونو کتونو بوخت دی.
عمران خان له واشنګټن نه قطر ته تللی دی
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له واشنګټن څخه قطر ته رسېدلی او دوحه کې د قطر له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدونو کتونو بوخت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون چهارشنبې د زمري۲ مه واشنګټن کې خپل درې ورځنۍ سفر پای ته ورساوه او له هغه ځایه قطر ته ولاړ.

نوموړي په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د کانګرېس له مشرې سره وکتل او پر یو شمېر مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

د ټرمپ سره د عمران خان خبرې تر ډېره پر افغان سوله راڅرخېدې او ژمنه یې کړې، چې دوی به د افغان سولې په برخه کې پوره همکاري کوي.

له ټرمپ سره تر لېدنې وروسته عمران خان د امریکا د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز کې د وینا پر مهال و ویل، چې د افغانستان ستونزه نظامي حل لار نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي دا هم وویل، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې باید پراخ بنسټه وي او طالبان هم باید په کې ګډون وکړي.

عمران خان ویلي و، چې پاکستان ته له رسېدو وروسته به د طالبانو له مشرانو سره وګوري او هغوی به دې ته وهڅوي، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

قطر ته د عمران خان د سفر او له قطري چارواکو سره د لیدنو او خبرو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي، خو د عمران خان دې خبرې ته چې د طالبانو له استازو سره به وګوري، داسې ښکاري، چې ښايي نوموړي قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي وي او یا به ورسره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي