ټایمز اف انډیا:

ټرمپ څنګه کابل او نوی ډیلی په اسلام آباد وپلورل؟

3 اسد 1398 ساعت 9:17

ټایمز اف انډیا هندوستاني ورځپاڼې واشنګټن ته د عمران خان سفر ته کتنه کې ویلي، ټرمپ کابل او نوی ډیلی په اسلام آباد وپلورل.


ټایمز اف انډیا هندوستاني ورځپاڼې واشنګټن ته د عمران خان سفر ته کتنه کې ویلي، ټرمپ کابل او نوی ډیلی په اسلام آباد وپلورل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال تر دې عنوان لاندې، چې ټرمپ څنګه کابل او نوی ډیلی په اسلام آباد وپلورل لیکلي، ټرمپ د امریکا کړنلاره شل کاله شاته بوتله.

ټرمپ له عمران خان سهر خبرو کې ویلي دي، چې پاکستان به د افغان جګړې به پای ته رسولو کې د امریکا مرسته وکړي.

خو ټایمز اف انډیا ورځپاڼې مطلب همدا خبره شل کاله شاته د امریکا د کړنلارې بېولي بولي.

د لیکوال په باور دغه خبرې ځکه د امریکا کړنلاره شل کاله شاته بوتله چې امریکا غوښتل افغانستان کې هغه سخت دریځې ډلې وځپي چې پاکستان یې ملاتړ کوي او د فعالیت په پایله کې یې د سپتمبر ۱۱مې پېښه رامنځته شوه خو ټرمپ اسلام اباد ته پر کابل ترجیح ورکړه.

د مطلب لیکوال ټینګار کړی، چې ټرمپ په دې ډول څرګندونو سره له کابل او نوي ډیلي سره ملګرتیا کې ناځواني کړې او پر هغو تورونو یې سترګې پټې کړې دي چې ده خپله پر اسلام اباد لګولي وو.

دا خبره وړمه ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند او د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم وکړه او ویې ویل، چې ټرمپ وروستۍ څرګندونې د امریکا دوه مخي توب څرګندوني.

نوموړي کابل کې د یوې ناستې پر مهال و ویل، چې ټرمپ په لومړیو کلونو کې ویل، چې پاکستان د ترهګرۍ سره مبارزه کې صادق نه دی او د امریکا مرستو ته په درنه سترګه نه ګوري، خو نن یو ځل بیا پاکستان ته امتیازات مني.

ټرمپ له عمران خان سره خبرو کې و ویل، چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو د امریکا د مرستو قدردانی نه کوله، خو د عمران خان حکومت هغسې نه دی او که چېرې همکاري وکړي، نو امریکا به ورته ۱.۳ ملیارد ډالره نظامي مرسته له سره پیل کړي.

نبیل وایي، د ټرمپ همدا خبره د دې څرګندویي کوي، چې نوموړي یا هغه مهال دروغ ویل او یا هم اوس دروغ وايي.

د یادونې ده، ټرمپ له عمران خان سره خبرو کې و ویل، چې افغان جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلي او افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي لس میلونه انسان و وژل شي.

خو نبیل و ویل، چې ټرمپ ته یې مشوره دا ده، چې د ۱۰ میلونه افغانانو د وژلو پر ځای دې، د پاکستان ۳۰ جنرالان په تور لېست کې شامل کړي یا دې هم د ترهګرو ډلو ۳۰ مشران په کوټه او مرانشاه کې له منځه یوسي، نو دا جګړه ګټلی شي.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118686

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118686/

جمهور
  https://www.jomhornews.com