۰

د امریکا د پوځ عمومي قوماندان کابل ته راغلی دی

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
د امریکا د پوځ عمومي قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ کابل ته راغلی او وايي، په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت نه دی بدل شوی.
د امریکا د پوځ عمومي قوماندان کابل ته راغلی دی
د امریکا د پوځ عمومي قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ کابل ته راغلی او وايي، په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت نه دی بدل شوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډانفورډ نن پنشنبې د زمري ۳ مه افغانستان ته راغلی او دلته یې له خپلو دیپلوماتیکو او نظامي چارواکو سره لیدلي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جوزف ډانفورډ به په افغانستان کې اوسنی وضعیت له نږدې ارزوي او خپلو پوځيانو ته به اړینې لارښونې کوي.

بل پلو رسنۍ وايي ډانفورډ په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته ویلي چې د دوی نظامي ماموریت نه دی بدل شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې خبرې روانې دي، خو امریکايي نظامي ماوریت په افغانستان کې نه دی بدل شوی او لا هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د دوی جګړه روانه ده.

د امریکا د پوځ عمومي قوماندان ټینګار کړي، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته هم ادامه ورکوي.

باید و ویل شي، چې نوموړي کابل کې د امریکا له سفیر او همدا راز د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره هم کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي