۰

کابل کې د نن د بریدونو مرګ ژوبله ۵۶ تنو ته رسېدلې

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د نن ورځې په درې چاودنو کې، چې دوه یې ځانمرګي بریدونو و ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
کابل کې د نن د بریدونو مرګ ژوبله ۵۶ تنو ته رسېدلې
کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د نن ورځې په درې چاودنو کې، چې دوه یې ځانمرګي بریدونو و ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه بریدونه نن پنشنبې د زمري ۳ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار په ۱۶ مه او ۹ مه امنیتي حوزو کې رامنځ ته شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ۱۶ مه حوزه کې موټر سایکل سپاره ځانمرګي بریدګر د کانونو وزارت د کارکوونکو په موټر برید کړی.

سرچینه زیاتوي، له دغه برید وروسته په سیمه کې بله چاودنه هم رامنځ ته شوې، چې د سړک د غاړ ماین چاودنه وه.

د وزارت په خبرپانه کې ویل شوي، بل برید د ښار د ۹ مې حوزې اړوند دسپیچرۍ سیمه کې د موټر بم له امله رامنځ ته شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، درې واړه چاودنو کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې پنځه مېرمنې او یو ماشوم شامل دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاته کړې، چې د پېښو ټول قربانیان ولسي وګړي دي.

طالبانو د دسپیچرۍ د چاودنې مسوولیت اخیستی او وایي، دا چاودنه یې د بهرنیو ځواکونو په کارون کړې او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

خو د نورو چاودنو په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي