۰

امریکا او بریتانیا له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۴
د امریکا او بریتانیا لوړ پوړو قومندانانو د افغان ځواکونو پر اوږدمهاله ملاتړ ټینګار کړی او وایي له دغه ځواکونو به یې ملاتړ دوام ولري.
امریکا او بریتانیا له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
د امریکا او بریتانیا لوړ پوړو قومندانانو د افغان ځواکونو پر اوږدمهاله ملاتړ ټینګار کړی او وایي له دغه ځواکونو به یې ملاتړ دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني نن پنشنبې د زمري ۳ مه مخکې له غرمې په ارګ کې د امریکا او بریتانیا د وسله والو ځواکونو له لویو قومندانانو جنرال جوزیف ډانفورډ او پاتریک کارټر سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه ټینګار دی.

بل خوا اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم پ له دې دوو لوړپوړیو قومندانانو سره لیدلي دي او د هېواد پر وروستیو امنیتي حالاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

اجرائیه ریاست وايي، ډانفورډ او پاټریک دواړو له افغان ځواکونو پر اوږدمهاله ملاتړ ټینګار کړی دی.

دوی دواړو ویلي، هېوادونه به ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي