ټرمپ؛ د کانګریس خلاف پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري

3 اسد 1398 ساعت 15:43

سره له دې چې د امریکا کانګرس مخالف دی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړي، چې پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري.


سره له دې چې د امریکا کانګرس مخالف دی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړي، چې پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا له وړاندې اعلان کړی و، چې پر سعودي او متحده عربي اماراتو به د اته میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.

خو د امریکا سنا او ولسي جرګې دواړو پر سعودي او اماراتو د وسلو پلورلو له پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

کانګریس وایي، دوی وېره لري چې دغه وسلې کېدای شي په یمن کې د ملکي وګړو پر وړاندې وکارول شي.

خو ټرمپ ویلي، د کانګریس پرېکړې په نړۍ کې د امریکا سیالي کمزورې کوي او د دې هېواد او متحدینو ترمنځ اړیکې زیانمنوي نو په همدې اساس یې پرېکړو ته درناوی نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118707

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118707/

جمهور
  https://www.jomhornews.com