د افغانستان د ترانسپورت وزارت چارواکي وايي، نېږدې راتلونکې کې به افغانستان د ریل پټلۍ له لارې د ترکمنستان سره ونښلول شي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې په همدې خاطر پرون جمعه د زمري ۴ مه د افغانستان شمال کې د اقینه – اندخوی د وسپنې پټلۍ د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه مراسمو ته د افغانستان د ترانسپورت وزیر یما یاري او د ترکمنستان د صعنت وزیر دورانوف هم ورغلي و او د هغوی په حضور کې په رسمي ډول د اقینه – اندخوی د وسپنې پټلۍ د جوړولو کار پیل شو.
د ترانسپورت وزارت په خبره کړې خبرپانه کې د وزیر یاري له قوله وایي، د اقینې – اندخوی ریل پټلۍ په بشپړېدو سره به افغانستان د ترکمنستان له وسپنیزو کرښو سره وصل شي.
نوموړي زیاته کړې، د اقینې – اندخوی ۳۰ کېلو متره ریل لاره باندې به ۳۰ میلیونه ډالر لګښت راشي چې له دې جملې د اقینه سټېشن د وسپنې پټلۍ ۱۰ کېلو متره کارونه د ۹ اعشاریه ۳ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ شوي او پرانیسته هم وشوه.
دی وایي، پر دې دواړو پروژو افغان او د ترکمنستان حکومتونه ګډ لګښت کوي چې ورسره به فاریاب او جوزجان کې خورا زیات اقتصادي پرمختګونه راشي.
د یادونې ده، چې افغانستان تر دا مهاله ریل خط نه لري، خو له دې وروسته به اسلام کلا کې له ایران او اندخوی- اقینه کې به له ترکمنستان سره په وسپنیزه کرښه ونښلي.
جمهورخبري آژانس:کابل