۰

اردوغان له عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې او د سولې ملاتړ یې کړی دی.
اردوغان له عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې او د سولې ملاتړ یې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، اردوغان پرون جمعه د زمري ۴ مه عمران خان ته تېلفون کړی او پر افغان سوله ورسره غږېدلی دي.

نوموړي د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول ستایلی او ویلي یې دي، چې انقره هم د افغانستان د سولې په تړاو د روانو هلو ځلو کلک ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشر او عمران خان د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو هم خبرې کړې او خان ته یې د ترکیې د سفر بلنه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي