۰
د امریکا پخواني استخباراتي چارواکي:

له طالبانو سره د امریکا خبرې د ځواکونو د ایستلو یوه لوبه ده

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۰
د امریکا پخواني استخباراتي چارواکي مایک مورل وايي، له طالبانو سره اوسنۍ خبرې اترې یو ډول لوبه ده، چې د له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لار اسانه کوي.
له طالبانو سره د امریکا خبرې د ځواکونو د ایستلو یوه لوبه ده
د امریکا پخواني استخباراتي چارواکي مایک مورل وايي، له طالبانو سره اوسنۍ خبرې اترې یو ډول لوبه ده، چې د له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لار اسانه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مورل ټینګار کړی، که د سولې پروسه په همدې ډول مخ ته لاړه شي، نو دا به افغانستان کې امنیت تامین نه کړي، بلکې طالبان او القاعده به بیا واک ته ورسوي.

نوموړي ویلي، چې ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره یوې چټکې او بیړنۍ هوکړې ته عجله لري، خو په دې نه دی خبر چې دا سوله به سوله نه شي.

دی وایي، ولسمشر ټرمپ ویلي چې طالبان ستومانه شوي، خو دا سمه نه ده، ځکه چې طالبان د هر بل وخت په پرتله، د سپټمبر له ۱۱مې نېټې بریدونو وروسته ډېرې برخې کنټرول وي او د یوه ګوند په توګه د ټول افغانستان د کنټرول په لټه کې دي.

په ورته وخت کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر هم د افغانستان د جګړې په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د همکاریو پر ژمنو شک ښودلی دی.

عمران خان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه او خبرو کې ژمنه کړې وه، چې له طالب مشرانو سره به وګوري او هغوی به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو او په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.

خو کراکر له فارن پالسي سره مرکه کې ویلي، چې دی د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د لومړي وزیر د همکاریو د ژمنې په اړه شک لري.

نوموړي ویلي، که‎ چېرې تاسې فکر کوي، چې موږ طالبان په داسې حال کې په خپل وجودي دښمن بدلوو چې تاسې له افغانستانه بهر کېږي، لیوني یاست؟

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو هم له ټرمپ سره د عمران خان د کړو ژمنو په اړه شک ښودلی او ویلي یې دي، عمران خان به هغه ژمنې پوره نه کړی شي، چې له ټرمپ سره یې کړې.

که څه هم نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو له خبرو یې ښکاري، چې پاکستان کې ټول واک له پوځ او استخباراتو سره دی او د هغوی له خوښې او پرېکړې پرته د عمران خان حکومت هېڅ هم نه شي کولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي