د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۸ کسیزه طالب پلاوی له قطر نه اندونیزیا ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملابرادر او ورسره پلاوی پرون جمعه د زمري ۴ مه د قطر په لور روان شوي وو.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټوېټر دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې ملا برادر د ۸ کسیزه پلاوی په مشرۍ جاکارتا ته رسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه سفر کې به د دواړو لوريو ترمنځ د ښو سیاسي اړيکو او د سولې او راتلونکي افغانستان لپاره د همکارۍ په اهمیت خبرې وشي.
طالب پلاوی داسې مهال اندونیزا ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشتې په ۲۷ تاریخ د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوه غونډه هم دغه هېواد کې جوړه شي.
دغه غونډه هم د افغان سولې په تړاو جوړېږي.
باید و ویل شي، چې د طالبانو د قطر دفتر غړو تر دې څه موده وړاندې چین ته هم سفر کړی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل