۰

سبا د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونه پیلېږي

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
ټاکل شوې سبا یکشنبې د زمري ۵ مه په رسمي ډول د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه پیل شي، چې دوه میاشتې به دوام وکړي.
سبا د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونه پیلېږي
ټاکل شوې سبا یکشنبې د زمري ۵ مه په رسمي ډول د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه پیل شي، چې دوه میاشتې به دوام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو نوماندانو غوښتي، چې د کمپاینونو پر مهال قوانین او اصول په پام کې ونیسي او له اصولو سره هم کمپاینونه وکړي.

یاد کمېسیون وایي، نوماندان باید د کمپاین پر مهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، د بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

ټولو قوانیينو او مقرارتو ته درناوی، نورو نوماندانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا نوماندان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړي.

په ورته وخت کې کمېسیون وايي، امنیتي ارګانونو د یادو ټاکنیزو کمپاینونو د امنیت په اړه پوره ډاډ ورکړی دی او هر نوماند کولای شي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ۴۴۱ میلیونه افغانۍ مصرف کړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکې میزان یا تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي