۰

د برېکس غړيو هېوادونو له افغان سولې ملاتړ اعلان کړی دی

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۳
د برېکس غړو هېوادونو افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار کړی وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره له ملي او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
د برېکس غړيو هېوادونو له افغان سولې ملاتړ اعلان کړی دی
د برېکس غړو هېوادونو افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار کړی وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره له ملي او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په برازیل کې غونډه کړې او د افغانستان له سولې یې ملاتړ اعلان کړی دی.

برازیل، چین، روسیه او هند د دغه سازمان مهم غړي دي او دوی هر کال د نړیوالو مسایلو په اړه غونډه کوي او پر خپلو ګډو پلانونو بحثونه لري.

د برېکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، دوی د یوه با ثباته، سوله ییز، ښه اقتصاد لرونکي او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي.

دغه راز دوی په افغانستان کې پر اوسني روان امنیتي وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده او په خبره یې په دغه هېواد کې پر نظامیانو او ملکي وګړو وروستي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي.

د دغه نړیوال سازمان غړو هېوادونو ویلي هیله لري چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي او په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي