کندهار کې د یوه موټر بم چاودنې مخه نیول شوې ده

5 اسد 1398 ساعت 10:41

کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر په کشف او نیولو سره په ښار کې د یوه خونړي موټر بم برید مخه نیول شوې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر په کشف او نیولو سره په ښار کې د یوه خونړي موټر بم برید مخه نیول شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، طالبانو یو مازدا موټر له ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاوېدونکو توکو ډک کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو غوښتل په دغه له چاوېدونکو توکو ډک موټر په کندهار ښار کې چاودنه وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې یې پلان شنډ شو.

دی وايي، د کندهار د امنیه قوماندانۍ پولیسو او ملي امنیت منسوبینو د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دغه له چاوېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.

د هغه په وینا د موټر بم لېږدونکی هم د پولیسو له خوا وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com