۰

غزني کې موټر بم برید د ولسوال په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې د ولسوال په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې موټر بم برید د ولسوال په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې د ولسوال په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن شنبې د زمري ۵ مه سهار شاوخوا ۴ بجې د چاودېدونکو توکو ډک هاموي موټر په وسیله شوی دی.

د آب بند ولسوال جمعه خان ترکی د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، چې په چاودنه کې د ده په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي او د دغه په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي، خو خپل ټپونه یې سربېرن وښودل.

ولسوال وایي، په برید کې د آب بند ولسوالۍ او امینه قوماندانۍ ودانۍ په بشپړه توګه تخریب شوې دي.

بل خوا ځینې سرچینې وايي، په دغه برید کې ۴ تنه وژل شوي او کابو ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت هم د برید پخلی کوي وايي، د ځاني مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زیاتونه هم اوښتي دي.

طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او د ګڼو پولیسو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په غزني ښار کې د ملي امنیت په یوه مرکز په موټر بم برید کې هم ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي