د پاکستان د پلټنو فدراله اداره:

ملا منصور پاکستان کې د ځمکو او کورونو کارو بار کاوه، اوسی یې شتمنۍ کنګل شوې

5 اسد 1398 ساعت 11:40

د پاکستان د پلټنو فدراله اداره وايي، د افغان طالبانو مخکني مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د ځمکو او کورونو د پير او پلور کاروبار کاوه.


د پاکستان د پلټنو فدراله اداره وايي، د افغان طالبانو مخکني مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د ځمکو او کورونو د پير او پلور کاروبار کاوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ادعا کړې، چې ملا منصور په دوو جعلي نومونو پاکستانۍ پېژندپاڼې یا شناختي کارډونه لرل او هلته یې بانکي حسابونه هم جوړ کړي وو چې اوس یې مالومې شوې شتمنۍ کنګل شوې دي.

د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې وايي، د دوی پلټنې ښيي، چې د عمار په نامه يوه کس د ملامحمد منصور د جايدادونو کاروبار کولو.

سرچینه زیاتوي، چې ملا منصور د اپارتمانونو، ځمکو او مينو خاوند و او دغه ته منسوب جایدادونه اوس د حکومت له خوا ضبط شوي دي.

د دې ادارې په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې نوموړي د ګل محمد په نامه جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼه يا شناختي کارټ اخيستى و او په جعلي نوم په مالي کاروبار کې ښکېل و.

په دغه راپور کې ویل شوي« ملا منصور په بېلابيلو بانکونو کې حسابونه لرل، دا حسابونه د اقرا کمپنۍ په نامه پرانيستل شوي و، چې د جايدادونو د پېر اوپلورشرکت دى، خو وروسته پلټنو وښوده چې دغو بانکي حسابونو له ياد شرکت سره هېڅ تړاو نه درلود.»

راپوټ وايي، د جعلي پېژندپاڼې ترلاسه کولو له امله د ملا منصور او عمار چې د نوموړي کاروبار يې پر مخ وړ دوسيې ثبت شوي او په دې قضيه کې د پاکستان نفوسو ثبت ادارې او د بانک د چارواکو د کړنو په تړاو هم پلټنې کېږي.

طالبانو د پاکستان د پلټونو د مرکزي ادارې د دغه ادعا په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده، چې د طالبانو مخکني مشر ملا اختر محمد منصور څه باندې درې کاله وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې هغه مهال د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو، چې له ایران څخه پاکستان ته اوښتی وو.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118748

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118748/

جمهور
  https://www.jomhornews.com