د ولسي جرګې ځینې غړو پر حکومت نیوکه وکړه، چې په وینا یې د قانون خلاف یې د ۱۵۰ زیاتو پرمختیايي پروژ کلنۍ بودجه د ټاکنو د تر سره کولو لپاره ځانګړې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکومت څو ورځې وړاندې د کال د اوسط بودجه ملي شورا ته وړاندې کړهو چې دا مهال تر ارزونې لاندې ده.
د ملي بودجې د کړنلارې او اصول پاڼې سره د حکومت په شمول هېڅ بنسټ واک نه لري، چې د پرمختیايي پروژو په بودجه کې ادلون بدلون راولي.
د جرګې غړي غلام فاروق مجروح همدې ټکي ته په اشارې وايي، حکومت د۱۳۹۸ کال د ۱۵۴ پرمختیايي پروژو بودجه د ټاکنو تر سره کولو ته ځانګړې کړې ده.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د حکومت دغه کار د قانون او بودجه د اصولې نامې خلاف عمل دی.
دغه راز مجروح دا هم و ویلو چې حکومت د ولسمشر اړوند ۹۱ کود څخه زیاتې پیسې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت او دغه راز د افغانستان د خپلواکۍ ورځې ته ځانګړې کړې دي.
په ورته وخت کې د جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار و ویل، چې د انکشافي پروژو په بودجه کې ادلون بدلون هېڅ بنسټ نه شي کولی او که چېرې حکومت د کال د منځنۍ بودجه په طرحه کې دغه وړاندیز کړی وي، جرګه به دغه طرحه رد کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني