خلیلزاد:

بین الاافغاني مذاکرات به د امریکا او طالبانو تر توافق وروسته پیل شي

6 اسد 1398 ساعت 9:01

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغان تر منځ ناسته او خبرې به د امریکا او طالبانو د تړون له بشپړېدو وروسته کېږي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغان تر منځ ناسته او خبرې به د امریکا او طالبانو د تړون له بشپړېدو وروسته کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم اعلان کړې، چې دوه اوونیو کې به له طالبانو سره بین الاافغاني خبرې پیل شي.

زلمي خليلزاد په يوۀ ټويټري پيغام کې ويلي، د افغانانو خبرې به د امريکايۍ غاړې او طالب استازو له خپلمنځيو هوکړو وروسته د طالبانو او يوې ټول شمولې ملي مرکچي ډلې ترمنځ وشي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي«کابل کې د افغانانو خپلمنځۍ ناستې په تړاو ډېرې خبرې کېږي. چې روښانه يې کړو، دغه خبرې اترې به زموږ له تړونونو وروسته وشي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دوی د دغه ناستې د ۱۵ کسیزه ګډونوالو په لېست کار پیل کړی او ډېر ژر به بشپړې شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې بین الاافغاني خبرې به په کوم بهرني هېواد کې تر سره شي.

طالبانو هم ویلي، چې بین الاافغاني خبرې به پیل شي، خو په پخواني دریځ یې ټینګار کړي، چې د کابل له ادارې سره به د حکومت په حیث خبرې ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com