د غزني آب بند ولسوالي کې نن بیا ځانمرګی برید شوی

6 اسد 1398 ساعت 10:38

سیمه ییز چارواکي وایي، د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې نن سهار هم موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې نن سهار هم موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د آب بند ولسوال جمعه خان تره کي ویلي، دغه برید نن یکشنبې د زمري ۶ مه سهار څلور بجې د آب بند ولسوالۍ په سرفراز کلا سیمه کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د یوه چاوېدونکو توکو ډک  موټر په وسیله، په یاده سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز ځانمرګی برید کړی دی.

ولسوال وایي، په دغه برید کې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د آب بند ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ ټونس موټر بم برید شو، چې په کې ۲۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و او د ګڼو سرتېرو او پاڅونوالو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې وه.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 118786

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com