په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، له دې وروسته به دوی به یوازې ناروغانو، مېرمنو، سوداګرو او ډېر عمر لرونکو کسانو ته د پاکستان وېزه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت نن یکشنبې د زمري ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کار یې د فساد د مخنیوي په خاطر کړی دی.
په خبرپانه کې ویل شوي، تر هغې چې افغان حکومت د پاکستان له سفارت او قونسلګریو بهر د پاکستاني ویزې د اخیستو پر سر روان فساد له منځه یونه سي د دوی محدودیت به دوام لري.
پاکستاني سفارت ادعا کړې چې له سفارتونو او قونسلګریو بهر کمیشنکران او یو شمېر کسان ددغه هېواد د وېزې په اخیستو کې فساد کوي چې له امله یې دوی هم دغه محدودیتونه وضع کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل