سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د زمري ۵ مه مازیګر مهال د خوست ښار د بلند منزلو په سیمه کې شوې ده.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې اېښودل شوي و او کله چې د امنیتي ځواکونو موټر د تېرېدو په حال کې و، چاودنه یې کړې ده.
د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکتر حبیب شاه انصاري وایي، د چاودنې له ځایه دوی ته د یوې ښځې په ګډون دوه وژل شوي او ۲۸ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ټپیان تر درملنې لاندې دي او د دریو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:خوست