د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونه پیل شول

6 اسد 1398 ساعت 11:32

د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه نن یکشنبې د زمري ۶ مه په رسمي ډول پیل شول، چې تر دوه میاشتو پورې به دوام وکړي.


د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه نن یکشنبې د زمري ۶ مه په رسمي ډول پیل شول، چې تر دوه میاشتو پورې به دوام وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کمپاینونو پر مهال به د ولسمشرۍ ۱۸ واړه نوماندان خپل راتلونکي پروګرامونه له خلکو سره شریکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو نوماندانو غوښتي، چې د کمپاین پر مهال ټول قوانین او اصول په پام کې ونیسي او له سرغړونو ډډه وکړي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلین وايي، کاندیدان باید د کمپاین پرمهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، له بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په ډډه وکړي.

ټولو قوانیونو او مقرارتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا کاندیدان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د یاد ټاکنیز کمپاین په موده کې هر کاندید کولای شي شاوخوا ۴۴۱ میلیونه افغانۍ مصرف کړي.

یاد کمپاینونه د ولسمشریزو ټاکنو د وخت تر رارسېدو ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسېږي او ټاکنې به د راتلونکې تلې میاشتې په شپږمه تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118797

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118797/

جمهور
  https://www.jomhornews.com