ولسي جرګه:

طالبان دې له لجاجته لاس واخلي او بین الاافغاني خبرې د پیل کړي

6 اسد 1398 ساعت 13:17

دوه اووینو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پیل ته په اشارې د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې طالبان له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو پرته لار نه لري او باید بین الاافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.


دوه اووینو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پیل ته په اشارې د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې طالبان له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو پرته لار نه لري او باید بین الاافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړي وایي، تر چې طالبانو خپل لجاجت ته دوام ورکوي او له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي، د سولې خبرې به کومه ګټه ونه لري.

د ولسي جرګې غړي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرون اعلان وکړ، چې راتلونکو دوه اونیو پورې به د حکومت او طالبانو تر منځ بین الاافغاني خبرې پیل شي.

دغه وزارت په خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې حکومت د سولې د مذاکراتي ۱۵ کسیزه ټیم په جوړولو کار پیل کړی او دا ناسته به په یوه بهرني هېواد کې تر سره شي.

تر دې وروسته خلیلزاد هم په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو د تړون تر بشپړېدو وروسته به بین الاافغاني خبرې چې ټول اړخونه په کې ګډون ولري پیل شي.

ولسمشر غني هم نن په یوه غونډه کې و ویل، چې سوله راتلونکې ده او ډېر ژر به د سولې په اړه بین الاافغاني با ارزښته خبرې پیل شي.

له دې ټولو سره سره وسله والو طالبانو یو ځل بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی ویلي یې دي، بین الاافغاني مذاکرات کوي، خو د کابل له ادارې سره به د حکومت په حیث خبرې ونه کړي.

خو د ولسي جرګې غړي وايي، طالبان له بین الاافغاني خبرو پرته بله لار نه لري او باید له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي.

د دوی په وینا تر چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه وي حاضر شوی، او خپله دغه لجاجت ته دوام ورکړي، د سولې په اړه هر ډول خبرې به بې ګټې او بې پایلې وي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی عبدالقیوم سجادي وویل«طالبان باید د سولې د خبرو په اړه نرمي وښيي، که دوی خپل لجاجت ته همداسې دوام ورکړي، د سولې خبرې به ګټه ونه لري او پر سوله به د ولس روحیه کمزورې کړي.»

د هغه په وینا نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت سره د یوې سیاسي ملي اجماع له لارې د سولې پروسه مخ ته یوسي او د سولې په تیت و پرک خبرو د افغانستان نظام او ملي روحیه کمزورې نه کړي.

سجادي وايي، د سیاسي نظام په اړه د طالبانو کړنلاره او پر افغان ولس د هغې تحمیلول په هېڅ وجه د منلو نه ده او نباید دا فشار پر ولس راوړل شي.

نوموړي و ویل، امریکا له طالبانو سره خبرو کې بېړه لري او یوازې خپل مشکلات یې په پام کې نیولي او ورته ارزښت لري، همدې ته په کتو طالبان هم له فرصته ګټه اخلي او واک ته د رسېدو لپاره یې یوه سیاسي لوبه پیل کړې او په هېواد کې سوله نه غواړي.

د هغه په وینا که د سولې خبرې په همدې ډول دوام وکړي هېواد ته تل پاتې سوله نه شي راتلی او که طالبان سوله و هم کړي، بیا به هم په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون ولري.

د جرګې بل غړي ابرار الله مراد هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د سولې پروسه کې بیړه او بې تدبیري به افغانستان یوه بل بحران ته ټېل وهي.

نوموړي و ویل، طالبان که هر څومره د سولې خبرې اوږدې او له افغان حکومت سره له خبرو انکار وکړي، بیا به هم اړ دي، چې له افغان دولت سره خبرو ته کېني او له دې پرته بله لار نه لري.

هغه ټینګار وکړ، چې که نن وي یا سبا سوله به راځي، خو په وینا یې سوله باید پر داسې بنسټ او میکانېزم رامنځ ته شي، چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 118801

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118801/

جمهور
  https://www.jomhornews.com