۰

د امرالله صالح په دفتر برید د څلورو ځانمرګو په وژل کېدو پای ته رسېدلی

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۰
کورنیو چارو وزارت وايي، د امراالله صالح په مشرۍ د زرغون خوځښت په مرکزي دفتر ډلیز برید د څلور واړه ځانمرګو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د امرالله صالح په دفتر برید د څلورو ځانمرګو په وژل کېدو پای ته رسېدلی
کورنیو چارو وزارت وايي، د امراالله صالح په مشرۍ د زرغون خوځښت په مرکزي دفتر ډلیز برید د څلور واړه ځانمرګو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د زمري ۶ مه مازیګر ۴:۴۰ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شهید څلور لاري سره د امرالله صالح دفتر ته نېږدې درنه چاودنه وشوه.

تر چاودنې وروسته د کورنیو چارو وزارت په وینا درې تنه ځانمرګي بریدګر د زرغون خوځښت ودانۍ ته د ننه شول او په ناتار ډزو یې پیل وکړ.

د برید سره سم افغان ځواکونه په بېړه د پېښې سیمې ته ورسېدل او د امرالله صالح په ګډون یې نېږدې ۷۵ کسه له دغه ودانۍ روغ رمټ و ایستل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ځانمرګو ۴ ساعته له افغان ځواکونو سره تر جګړې وروسته و وژل شول او برید پای ته ورسېده.

رحیمي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې بریدګر څو تنه و او څومره مرګ ژوبله په کې اوښتې، خو ویل کېږي ځانمرګي څلور تنه و، چې واړه وژل شوي دي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي.

په خواله رسنیو خپاره شویو تصویرونو کې ښکاري، چې په دغه برید کې خپله امرالله صالح هم په ښي مټ زخمي شوی خو زخم یې سربېرن او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښکاري.

د زرغون خوځښت دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه برید کې مرګ ژوبله تر ډېره ولسي وګړو ته اوښتې ده.

د دغه دفتر مشرۍ د ملي امنیت پخوانی رییس، د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې د ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح په غاړه لري.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو په کور د ننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راپارولي او دغه برید یې غندلی دی.

ولسمشر غني دا یو وحشیانه برید بللی وايي، ترهګر او ملاتړي به یې هېڅکله په دې ډول اعمالو د افغانانو کلکه اراده کمزورې نه کړي.

ښاغلي غني، اړوند مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د دې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره له هیڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي. ده د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

اجراییه ريیس عبدالله عبدالله په یوه ټویټ کې لیکلي«زموږ د ورور ښاغلي امرالله صالح د زرغون بهیر پر دفتر تروریستي حمله له ولسواکۍ څخه د هیواد د دښمنانو د بېرې او ضدیت اوج وښود. تالي څټي ترهګر به هیڅکله زموږ د حق غوښتونکي ږغ په چوپولو بریالي نه شي…»

د ولسمشرۍ  نوماند او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د خپل ملګري او همکار ښاغلي امرالله صالح او د هغه د محترمو همکارانو پر ضد نننۍ تروریستي حمله په کلکه غندم او دا برید پر موږ ټولو برید ګڼم.»

د ولسمشرۍ بل نوماند او د ملي امنیت پخواني مخکني رییس رحمت الله نبیل دا برید تروریستي بللی او کلک یې غندلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 

 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي