د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د یو شمېر نوماندانو ګډې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټاکنو سره د پرېکوڼ ګواښ کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا پرون یکشنبې د زمري ۶ مه په خبرپاڼه کې ویلي، هغه وړاندیزونه چې دوی د عادلانه، پاکو او باوري ټاکنو لپاره حکومت، انتخاباتي کمېسیونونو او نړیوالې ټولنې ته کړي وو، په پام کې نه دي نیول شوي.
خبرپاڼه وايي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې غیر شفافې ګمارنې، د حاکم ټيم له خواله دولتي امکاناتو استفاده، د حاکمو کاندیدانو له خوا د ملي ټلویزیون په لاس کې نیول، د هغو دولتي کارکوونکو تهدیدول چې د غیر حاکمو کاندیدانو پلویان دي او داسې نور موارد د دغې شورا د پرېکون او او د انتخاباتو د تحریم سببونه ګڼل کېږي.
د دغې شورا د اعلامیې په پای کې راغلي چې که چېرته حاکم ټیم تر یوې اوونۍ پورې دغو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي، انتخابات به د دغې شورا له خوا تحریم شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون یکشنبه د زمري ۶ مه په رسمی ډول د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د انتخاباتي کمپاینونه پیل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل