۰

رحمت الله نبیل: زموږ ټاکنیز ټیم ټاکنې نه تحریموي

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وایي، د دوی انتخاباتي ټیم یې له ټاکنو سره پرېکون نه کوي او نه یې تحریموي.
رحمت الله نبیل: زموږ ټاکنیز ټیم ټاکنې نه تحریموي
ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وایي، د دوی انتخاباتي ټیم یې له ټاکنو سره پرېکون نه کوي او نه یې تحریموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نبیل دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د ولسمشرۍ نوماندانو شورا پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاکنو د تحریمولو ګواښ وکړ.

دی وایي، هغه وړاندیزونه چې دوی د عادلانه، پاکو او باوري ټاکنو لپاره حکومت، انتخاباتي کمېسیونونو او نړیوالې ټولنې ته کړي وو، په پام کې نه دي نیول شوي.

خبرپاڼه وايي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې غیر شفافې ګمارنې، د حاکم ټيم له خواله دولتي امکاناتو استفاده، د حاکمو کاندیدانو له خوا د ملي ټلویزیون په لاس کې نیول، د هغو دولتي کارکوونکو تهدیدول چې د غیر حاکمو کاندیدانو پلویان دي او داسې نور موارد د دغې شورا د پرېکون او او د انتخاباتو د تحریم سببونه ګڼل کېږي.

د دغې شورا د اعلامیې په پای کې راغلي چې که چېرته حاکم ټیم تر یوې اوونۍ پورې دغو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي، انتخابات به د دغې شورا له خوا تحریم شي.

خو رحمت الله نبیل چې د دې شورا غړی هم دی، بیګاه ناوخته په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دغه ټیم انتخابات نه تحریموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي