امریکا کې پر یوه فیستوال ډزو کې درې تنه وژل شوي دي

7 اسد 1398 ساعت 11:02

راپورونه وایي، د امریکا کلیفورنیا ایالت کې په یوه فیستوال په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وایي، د امریکا کلیفورنیا ایالت کې په یوه فیستوال په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي هلته د ډوډۍ او محلي خوړو فیستوال جوړ شوی وو، چې یوه وسله وال کس په راټولو شویو کسانو ډزې وکړې.

راپورنه وايي، په دغه ډزو کې درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د کلیفورنیا پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي او په دې اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر دغه پېښه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې ده.

نوموړي د پېښې د پلټنې او دقیقو معلوماتو د پیدا کولو امر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118843

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118843/

جمهور
  https://www.jomhornews.com