د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاینونو د پیل په تړاو د ملګرو ملتونو بیانیه

7 اسد 1398 ساعت 11:20

ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښټي، چې خپل کمپاینونه د ټاکنو د قانون، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړندود، او منل شویو اصولو پراساس په عادلانه توګه ترسره کړي.


ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښټي، چې خپل کمپاینونه د ټاکنو د قانون، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړندود، او منل شویو اصولو پراساس په عادلانه توګه ترسره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما نن دوشنبې د زمري ۷ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، پرون د جولای په ۲۸مه د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کمپاین دوره پیل شوه چې د سپټامبر تر۲۵مې به دوام وکړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، د کمپاین په دغه دوره کې ټولې ښکیلې غاړې باید د ټاکنو پر بهیر د باور او ډاډ رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي.

دغه راز یوناما هیله ښودلې، چې پیل شوي کمپاینونه به افغانانو ته کافي معلومات او پوهاوی ورکړي، چې په پوهېدلي ډول خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

یوناما وایي،رسنۍ د ټاکنو په بهیرکې یو فوق العاده مهم رول ترسره کوي، ټیک همغه ډول چې باید ټول افغانان د سوله ییز او عادلانه کمپایني دورې د رامنځ ته کولو په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

سرچینې زیاته کړې، ثبت شوي رایې ورکونکي هڅول کېږي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي، تر څو د ښځو په ګډون د افغانستان خلک د خپلو ډیموکراتیکو غوښتنو د څرګندولو وړتیا ومومي.

ملګرو ملتونو ویلي، ټولې ډلې باید د ولسمشر د فرمان په ګډون چې حکومتي کارکونکي او امنیتي ځواکونه یې په ټاکنیزو چارو کې له لاس وهنې منع کړي دي، د قانون پر اساس له خپلو مکلفیتونو خبر وي.

په خبرپاڼه کې راغلي«ټول حکومتي چارواکي له قانوني اړخه مکلف دي، چې په حکومت کې خپل کارونه له کمپاینونو څخه جلا او د کوم مشخص کاندید په ګټه له خپل موقف څخه ګټه پورته نه کړي.»

یوناما یوځل بیا د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت ټاکنو د ترسره کېدو د ژمنې پر دوام ټینګار کړی او وايي، دوی د ټاکنود مدیریت د بنسټونو لخوا ترسره شوې هڅې تاییدوي او له حکومت او نورو برخه والو غواړي، چې د ولسمشرۍ لپاره پر وخت، روښانه او د باور وړ ټاکنې ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118844

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com