د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راځي

7 اسد 1398 ساعت 11:32

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان به ډېر ژر د افغان سولې په تړاو کابل ته سفر وکړي، خو کره نېټه یې نه ده ښودلې.


پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان به ډېر ژر د افغان سولې په تړاو کابل ته سفر وکړي، خو کره نېټه یې نه ده ښودلې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له پاکستانه خپرېدونکې رسنۍ دې نشن ویلي، عمران خان به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري او ورسره به د افغان سولې او په دې برخه کې پر روانو پرمختګونو خبرې وکړي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، عمران خان وروسته له دې افغانستان ته سفر کوي چې له امریکا سره یې د پاکستان کشمکشونه کم کړي دي.

د یادونې ده، چې عمران خان په امریکا کې له ډونالډ ټرمپ سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به همکاري کوي او له دغه هېواد به د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې مرسته کوي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې پاکستان ته له رسېدو سره سم به له طالب مشرانو سره هم وګوري او دوی به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118845

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118845/

جمهور
  https://www.jomhornews.com