۰
اېکسپرس ترېبیون:

پاکستان به ډېر ژر طالبان له افغان حکومت سره خبرو او اوربند ته چمتو کړي

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۸
له پاکستانه خپرېدونکې اېکسپرس ترېبیون ورځپاڼې لیکي، پاکستان به ډېر ژر طالبانو ته د اسلام آباد د سفر بلنه ورکړي.
پاکستان به ډېر ژر طالبان له افغان حکومت سره خبرو او اوربند ته چمتو کړي
له پاکستانه خپرېدونکې اېکسپرس ترېبیون ورځپاڼې لیکي، پاکستان به ډېر ژر طالبانو ته د اسلام آباد د سفر بلنه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې دغه څه د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي او زیاته کړې یې ده، اسلام آباد به ډېر وروغواړي، او دې ته به یې چمتو کړي، چې له افغان حکومت سره خبرې او اوربند وکړي.

ورځپاڼې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن ته د سفر پر په ترڅ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ژمنه کړې وه، چې پاکستان ته له رسېدو سره سم به له طالب استازو سره وګوري.

عمران خان هغه مهال ویلي و، دی به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي او ترې وبه وغواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې تېر ځل یې هم غوښتل د طالبانو له استازو سره د سولې په تړاو وګوري، خو هغه مهال یې افغان حکومت مخنیوی کړی وو.

د عمران خان په وینا دا ځل د ولسمشر غني او ټرمپ سره د کړې ژمنې پر اساس غواړي له طالب استازو سره وګوري.

د عمران خان تر دغه څرګندونو وروسته طالبانو هم په یوه اعلامیه کې و ویل، که پاکستان د رسمي سفر بلنه ورکړی دوی چمتو دي، چې ورشي او له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې نن یوې بلې پاکستاني رسنۍ دې نېشن راپور ورکړل، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي او له ولسمشر غني سره به کتنه کې پر سوله او په دې برخه کې په شویو پرمختګونو مفصلې خبرې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي