۰

چک جمهوریت له افغانستان سره سوداګریزه همکارۍ پراخوي

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۰
د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر توماس پیترشیچک هېواد یې غواړي له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې همکارۍ پراخه کړي.
چک جمهوریت له افغانستان سره سوداګریزه همکارۍ پراخوي
د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر توماس پیترشیچک هېواد یې غواړي له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې همکارۍ پراخه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پیترشیچک دغه څرګندونې له افغان اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله سره کتنه کې کړې او ویلي یې دي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو او هر اړخیزه همکاریو ته دوام ورکړي.

له اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، توماس له ښاغلي عبدالله سره لیدنه کې وو یل، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاریو ته چمتو دی.

د سرچینې په وینا چک جمهوریت د سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ پراختیا ته لېواله دی او غواړي له افغانانو سره په هر اړخیزه توګه خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي