۰
ډاکترعبدالله:

په هېڅ وجه باید دولتي امکانات ټاکنیزو کمپاینونو کې ونه کارول شي

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۷
د افغان حکومت اجرائیه رییس او ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار کړی، چې په هېڅ وجه باید دولتي امکانات په ټاکنیزو کمپاینونو کې ونه کارول شي.
په هېڅ وجه باید دولتي امکانات ټاکنیزو کمپاینونو کې ونه کارول شي
د افغان حکومت اجرائیه رییس او ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار کړی، چې په هېڅ وجه باید دولتي امکانات په ټاکنیزو کمپاینونو کې ونه کارول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د زمري ۷ مه د وزیرانو شورا په غونډه کې کړې او د ټاکنیزو کمپاینونو له پیل سره سم یې پرون په کابل کې د امرالله صالح په دفتر برید په کلکو ټکو وغانده.

نوموړي و ویلو چې د دولت جوړنې ټیم د لومړي مرستیال پر دولت برید د ټاکنو پر پروسه، د خلکو پر رایو، د هغوی پر حقونو او په ټول کې په جمهوریت برید دی.

د هغه په وینا سره له ستونزو او جګړې د دوام د ټاکنو د امنیت خوندیتوب د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړه دی او دغه ځواکونه باید د ټاکنو د امنیت لپاره لا نور تدابیر ونیسي او امنیتي مسوولین باید په دې برخه کې جدي پاملرنه ولري.

هغه د امنیتي ارګانونو وزیرانو ته خطاب کې و ویل، تر چې حکومتي مسوولیت لری، دنده مو ده، چې خلکو ته خدمت وکړی او هېڅوک نه شي کولی تاسو ته و وایي، چې چا ته کمپاین وکړی.

نوموړي و ویل، چې د رایې حق د هر چا له لپاره خوندي دی خو په وینا یې د حکومتي چارواکو چلند او کړنلاره د انتخاباتو او د هغو لپاره د کمپاین په برخه کې باید د بې طرفۍ پر اصل ولاړه وي.

ښاغلي عبدالله خبرداری ورکړ، چې هېڅوک نه شي کولی دولتي سرچینې په ټاکنیزو کمپاینونو کې وکاروي، ځکه د ده په خبره دا د چا شخصي مالکیت نه دی، بلکې د خلکو حق دی او باید په هغه ځای کې وکارول شي، چې ګټه یې ولس ته ورسېږي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې دولتي منابع باید په هېڅ صورت د یوه مشخص نوماند په ټاکنیزو کمپاینونو کې ونه لګول شي.

عبدالله وايي، له هېڅ وزیر او یا هم بل حکومتي چارواکي تمه نه لري، چې په ټاکنزو کمپاینونو کې له ده یا له بل چا سره همکاري وکړي، بلکې هغه څه چې قانون ورته ویلي باید رعایت یې کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس زیاته کړه، که د بې طرفۍ اصل په پام کې ونه نیول شي او ولسوال یا بل هر مقام ته و ویل شي، که ولسوالي غواړې نو دا یا هغه کار وکړ، که هېڅ دا د ټاکنو په پروسه کې ښکاره مداخله ده او هېچا ته د منلو نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي