د کورنیو چارو وزارت د اراضۍ معلوماتي سیسټم افتتاح کړ چې د ترهګرو او مجرمانو په موندلو کولو کې به له پولیسو سره مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دا مرکز پرون یکشنبه د زمري ۶ مه مازیګر پرانیستل شوی دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې سیستم په مرسته به د ترهګرو پټنځایونه، د غونډو ځایونه او تحرکات په دقیق ډول څارل کېږي.
د یاد وزارت سرپرست وزیر وزیر مسعود اندرابي په دغه مراسمو کې ویلي، امنیتي ځواکونه به له دې وروسته د ترهګرو د ځپلو عملیات هم د دې سیسټم د معلوماتو په اساس ترسره کوي.
په خبرپانه کې ویل شوي په جي ای ایس معلوماتي سیسټم کې د افغانستان ټول جغرافیايي معلومات ثبت شوي چې په مرسته به یې د ترهګرو پټنځایونه په ډېره اسانۍ تثبیت او پېژندل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل