۰

افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي دي

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۳
ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، افغانستان کې د دوی دوه سرتېري د دندې پر مهال وژل شوي دي.
افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي دي
ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، افغانستان کې د دوی دوه سرتېري د دندې پر مهال وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د کندهار ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د افغان پوځ په یوه مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، برید د ملي اردو به لباس کې یوه وسله وال هغه مهال کړی، چې کله امریکايي سرتېري د اردو دغه کمپ ته ورغلي دي.

یوې سرچینې ویلي په دغه پېښه کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او بریدګر هم د امریکايي سرتېرو له خوا ټپي او له ځان سره یې وړی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت یوازې د دوه سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي