۰

پاکستان کې پوځي الوتکه لوېدلې او ۱۲ تنه په کې مړ دي

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۹
د پاکستان د پوځ یوه الوتکه لوېدلې، چې له امله یې د الوتکې د املې په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي دي.
پاکستان کې پوځي الوتکه لوېدلې او ۱۲ تنه په کې مړ دي
د پاکستان د پوځ یوه الوتکه لوېدلې، چې له امله یې د الوتکې د املې په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د زمري ۷ مه د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان پوځ هم د الوتکې د لوېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د دوی د هوايي چلند یوه کوچنۍ الوتکه په راولپنډۍ کې په کورونو غورځېدلې ده.

د پوځ په اعلامیه کې وییل شوي، په دغه پېښه کې د دوه پېلوټانو په ګډون ۵ تنه سپاره و، چې ټول وژل شوي دي.

پوځ ویلي، الوتکه د تمرین په حال کې لوېدلې، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

عیني شاهدانو ویلي، د الوتکې په شاته برخه کې اور لګېدلی و، چې سوځېدلې ټوټې یې په سیمه کې په کورنو غورځېدلې دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، خلک په خوب ویده و، چې په کورونو یې الوتکه غورځېدلې او ۷ تنه یې وژلي دي.

په دې پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، خو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي