۰
پمپیو:

له طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی، تر ۲۰۲۰ پورې ځواکونه کمو

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي له طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی او ولسمشر ټرمپ غواړي تر ۲۰۲۰ پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي.
له طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی، تر ۲۰۲۰ پورې ځواکونه کمو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي له طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی او ولسمشر ټرمپ غواړي تر ۲۰۲۰ پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو چې پرون دوشنبې د زمري ۷ مه یې واشنګټن کې په یوه اقتصادي کلب کې خبرې کولې ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره خبرو کې ریښتینی پرمختګ شوی، خو نه غواړي، چې یو مهال وېش ورته وټاکي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي«رښتینی پرمختګ شوی دی، زه نه غواړي یو مهالوېش وټاکم، خو هیله مند یم، موږ یوازې له طالبانو سره نه بلکې په حقیقت کې له ټولو افغانانو سره خبرې کوو.»

نوموړي زیاته کړه، چې د دوی استازی خلیلزاد په افغانستان کې له ټولو اړخونو سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې او امریکا غواړي، چې افغانان خپل هېواد خپل کړي.

هغه وړاندې زیاته کړې« موږ غواړو د کال لسګونه میلیونه ډالره مصارف او د امریکا لپاره ستاسو د جنګیالیو زامنو او لمسیانو ژوند ته متوجې لوی خطر کم کړو، موږ فکر کوو چې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره یوه لاره شته.»

پمپیو وايي، ولسمشر ټرمپ غواړي، چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزه ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړي او په وینا یې له ولسمشره یې همدا لارښوونه تر لاسه کړې ده.

د یادونې ده، چې ټرمپ د تېرو ټاکنو پر مهال ویلي و، چې خپل ځواکونه به له افغانستان باسي او په دې هېواد کې به جګړې ته د پای ټکی ږدي.

خو واک ته له رسېدو وروسته یې نه یوازې ځواکونه کم نه کړل، بلکې نور ځواکونه یې هم افغانستان ته ولېږل او د خپلو قوماندانانو صلاحیتونه یې هم زیات کړل.

پمپیو په داسې حال کې تر ۲۰۲۰ پورې له افغانستان د ځواکونو د ایستلو خبره کوي، چې امریکا له تېر یوه کال راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخته ده، خو تر اوسه یې کومه کوټلې پایله نه ده ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي