۰
یوناما:

په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۴ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وایي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نېږدې څلور زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۴ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وایي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نېږدې څلور زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په یوه راپور کې ویلي، چې په دې موده کې ۱۳۶۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي دا شمېره د تېر ۲۰۱۸ کال د ورته مودې په پرتله ۲۷ سلنه لږوالی ښيي.

په ۲۰۱۸ کال د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې وه.

خو یوناما اندېښنه ښيي چې لا هم دا مرګ ژوبله د لوړېدو په حال کې ده، ځکه د ۲۰۱۹ د لومړيو درېو میاشتو پرتله په دویمه ربع کې ۲۷ سلنه لوړه شوې.

په راپور کې د جنورۍ له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېټې پورې د ملکيانو په مرګ ژوبله کې د لږوالي هر کلی کړی خو ملکیانو ته د رسېدلي زیان شمېرې يې ټکان ورکوونکې او د نه منلو وړ بللې.

د دغه ادارې مشر تاداميچي یاماموتو وايي، افغانانو ددوحې په خپلمنځي ناسته کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر صفر کولو ټینګار کړی، نو ښکېلو لورو ته په کار ده، چې دا خبره عملي کړي.

د یوناما د راپور له مخې کابل، هلمند، فاریاب او غزني هغه ولایتونو دي چې په ترتیب سره تر ټولو لوړه ملکي مرګ‌‌ژوبله پکې ثبت شوې .

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي